د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د کابل طبي پوهنتون، امنیت روغتون، څلورسوه بستريز روغتون او پولیسو روغتون مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۱:۲۴
MOPH

په دې ناسته کې چې د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او یو شمېر مرکزي رئیسانو شتون درلود، د درملو پېرولو برخه کې د شته ستونزو، په تدارکاتي چارو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو او لا زیات شفافیت، د درملو کیفیت ساتلو او وارداتي او تولیدي چارو څخه یې د لازم څار او کنټرول په اړه بحث ترسره او ګډونوالو خپل نظرونه وړاندې کړل.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال د یو ګډ تدارکاتي پروسیجر د وړاندیز ترڅنګ، داخلي تولیداتو ته پر لومړیتوب ورکولو، د درملو کیفیت ساتلو او د تدارکاتي پروسو پر شفافیت ټینګار وکړ؛ ترڅو شته ستونزې حل او د خدماتو کیفیت ښه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د نیمروز ولایتي روغتون ته د نږدې ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مهم عصري طبي تجهیزات واخیستل شول

د نیمروز نوي ولایتي روغتون د تعمیر جوړیدنې او پرانیستې وروسته، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دوامداره هڅو او د سعودي د یو خیرخواه اوسیدونکي شیخ عبدالله بن ال ثاني په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۱
Background image

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او درملو سکتور همکاریو د پیاوړتیا ناسته ترسره شوه

په مرکز کابل کې د افغانستان.ا.ا او ازبکستان هېواد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ناسته د روغتیايي سکتور او امارتي مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو. . .

BACK TO NEWS