د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ۵مه او ۱۶مه ناحیه کې په یو شمېر مکتبونو او وړکتونونو کې د کولرا ناروغۍ د مخنيوي په موخه د عامه پوهاوي کمپاين ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۱:۲۷
moph

په دغه کمپاين کې ۵۰۰۰ تنه ښوونکو او زده‌کوونکو ته د کولرا ناروغۍ د مخنيوي په موخه روغتيايي لارښوونې او معلومات ورکړل شول او د روغتيايي لارښوونو او معلوماتو ۴۰۰۰ تبلیغاتي پاڼې د مکتبونو او وړکتونونو په مناسبو ځایونو کې نصب او تشریح شوې؛ څو د یادې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي او د زده‌کوونکو روغتیا خوندي شي.

دغه راز، د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري په بیلابیلو مکتبونو او وړکتونونو کې ښوونکو او کارکوونکو ته د حفظ الصحې مراعتولو او روغتيايي کارتونو اخيستلو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو زده‌کوونکو ته د یو خوندي تعلیمي چاپیریال زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

په اسلام‌قلعه بندر کې د قرنطین مرکز د جوړېدو بنسټ کېښودل شو

د هرات اسلام‌ قلعه بندر په صفري نقطه کې د قرنطین مرکز د بنسټ ډبره د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر حنیفي، د اړوندو ادارو او همکارو مؤسسو د استازو په شتون کې کېښودل شوه.

دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د فاتح میوند عالي لیسې استادانو ته د سالمې تغذیې په اړه د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو تحلیل او سرویلانس ریاست د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي د کارپوهانو ټیم له لوري د فاتح میوند عالي لیسې څه باندې ۳۰ استادانو ته د. . .

BACK TO NEWS