د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني او مل تخنیکي ټیم کندهار ولایت ته سفر ترسره کړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۰:۴۳
MOPH

یاد سفر چې موخه یې د عامې روغتیا ریاست له بېلابېلو څانګو او روغتونونو څخه نظارت دی، په ترڅ کې یې مولوي محمد سلیم حقاني او مل تخنیکي ټیم د عامې روغتیا رياست له بېلابېلو څانګو، یو شمېر روغتونونو، د روغتیایي علومو انسټيټيوټ او دوا او غذاﺀ له عمومي امريت څخه هر اړخیز نظارت ترسره کړ او مسؤلینو ته یې د شته ستونزو د حل او چارو ښه ترسراوي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

دغه راز، د داخلي تفتیش رئیس د کندهار له والي ملا محمد شيرين آخند، مرستیال والي ملا محمد صادق انقلابي او د عامې روغتیا رئيس ډاکټر ګل محمد عثمان سره هم لیدنه ترسره او د روغتیایي خدماتو د ښه والي په اړه یې ورسره هر اړخیز بحثونه وکړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS