د فراه د عامې روغتیا ریاست نظارتي ټیم د یو درې ورځني نظارت په ترڅ کې  له ۴۹ خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۵:۲۸
MOPH

یاد نظارت چې موخه یې د جوازونو ارزونه، په روغتیايي مرکزونو کې د مسلکي کسانو شتون معلومول او د درملو کیفیت ارزونه ده، پایله کې یې ۴ درملتونونه، د درملو یو عمده پلورنځی او یو ګدام د غیر مسلکي کسانو د شتون، غیر قانوني او له نېتې تېر درملو د پلور او لوړو بیو له امله وتړل شول.

په دې نظارت کې همداراز، ۵۰ قلمه له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه د فراه د عامې روغتیا ریاست ګدام ته ولېږدول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS