د بلخ ولایت دولت‌ اباد ولسوالۍ ۵۰ بستریز روغتون کې د ۲۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د خوار ځواکو ناروغانو لپاره لس بستريزه څانګه پرانیستل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۲:۱۶
moph

یاده څانګه چې پنځه خونې لري، د بلخ د عامې روغتیا ریاست په هڅو او د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې موخه یې د خوار ځواکو ناروغانو پر وخت، غوره او معیاري درملنه ده.

د دغې څانګې پرانیستې مراسمو کې د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست یو شمېر نورو مسؤلینو، یاد ولایت لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مسؤل، روغتیاپالانو او قومي مخورو ګډون درلود.

د بلخ د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر سید احمد شاداب د روغتیا نړیوال سازمان له همکارۍ څخه مننه وکړه او له روغتیایي کارکوونکو څخه یې وغوښتل، چې په اخلاص او صداقت خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي.

 هغه زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې خلکو ته لازم روغتیایي خدمات وړاندې او اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS