زابل کې ۳۲ تنه روږدي کسان له څلور میاشتنۍ درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۶:۲۳
moph

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د زابل عامې روغتیا رئیس، ډاکټر میرویس افغان د یادو ناروغانو په درملنه خوښي څرګنده او ویې ویل، هڅه کوو چې د روږدو ناروغانو درملنې برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړو او په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت له لوري عملاً هڅې روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د زابل عامې روغتیا ریاست له لوري په دغه ولایت کې د ۸۰۰ روږدو ناروغانو درملنه شوې او اوس هم یاده لړۍ دوام لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۵
Background image

د وزیر محمد اکبر خان په تخصصي روغتون کې د درې سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۲۰۰ کیلوواټه لمریزې برېښنا سیستم نصب او د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو

د دغه لمریزې برېښنا سیستم د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزیر محمد اکبر خان روغتون رئیس ډاکټر عنایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۲۶
Background image

د کابل په ګلدرې ولسوالۍ کې د خوړو د خوندیتوب او حفظ‌الصحې له وضعیت څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلينو له لوري د کابل ولایت په ګلدرې ولسوالۍ کې له یو شمېر رسټورانټونو، نانواییو، قصابیو او د سړک پر غاړه د خوړو پلورنځيو څخه نظارتونو ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۳:۴۰
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره له AHDS سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په ارزګان، نيمرزو، کندهار او هلمند ولایتونو کې د روغتيايي ځالو له لارې د مېندوارۍ روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Afghan Health Development and. . .

BACK TO NEWS