د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت او مل تخنیکي ټیم د بلاسم خصوصي روغتون څخه نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۰:۲۱
MOPH

یاد نظارت چې موخه یې د هېواد دولتي او خصوصي روغتونونو بشپړه څارنه، د چارو شفافیت او په معیاري توګه هېوادوالو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کول دي، په ترڅ کې یې ډاکټر عنایت‌ الله عنایت او مل تخنیکي ټیم د یاد روغتون له بېلا بېلو څانګو څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست او روغتیایي کارکوونکو ته یې د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

همداراز، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت په یاد روغتون کې شته ستونزې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې او ویې ویل، چې د "PHMIS" سیستم دې په یوه اونۍ کې دننه پلی او د تخنیکي ستونزو د رامنځته کېدلو له امله دې یو ځانګړی کس د څارنې او پلټنې لوی ریاست ته د ارزونې په موخه معرفي شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د دایکندي ولایت روغتیايي ځالو ته د نږدې ۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي تجهیزات، درمل او طبي مصرفي توکي وېشل کېږي

د دایکندي عامې روغتیا ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) له لوري د نږدې ۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي تجهیزات، درمل او طبي مصرفي توکي د دغه ولایت روغتیايي ځالونو. . .

BACK TO NEWS