د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت اعلامیه!

rasooli_admin

موضوع: د میندو د مړینې د ارقامو په اړه د UNFPA د اجرایوي رئیس ښاغلي سوبرټن د څرګندونو اړوند معلومات!

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) اجرایوي رئیس د هیواد د روغتیایي سیستم اړوند څرګندونې کړي چې ګواکې په افغانستان کې “ په هر دوه ساعتونو کې یوه ښځه د امیندوارۍ یا زیږون اړوندو ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دا څرګندونې له واقعیت سره په ټکر کې ګڼي او باید وویل شي چې دا ډول ارقام ناسم، له دقیقو شواهدو بې‌برخې، او د هیواد د روانو روغتیایي پرمختګونو پر وړاندې غیر عادلانه دي.

د افغانستان اسلامي امارت د حاکمیدو څخه را په دیخوا “موږ په افغانستان کې د مور او ماشوم روغتیا ته ځانګړې پاملرنه کړې، د روغتیایي مرکزونو شمېر مو زیات کړی، د قابلو او روغتیاپالو حضور مو پراخ کړی او د زیږون خدمات مو عامو خلکو ته نږدې او د لاسرسي وړ کړي.

زموږ وروستي معلومات ښيي چې د میندو د مړینې کچه، چې پخوا خورا لوړه وه، اوس په محسوس ډول راټیټه شوې ده.

دا چې ادعا کېږي په هر دوه ساعتونو کې یوه ښځه خپل ژوند له لاسه ورکوي ، له علمي او واقعي شواهدو سره سمون نه لري!

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي معلوماتو راټولولو لپاره فعال سیستمونه لري او ټول ارقام د ساحوي سروی ګانو او راپور ورکونکو میکانیزمونو پر بنسټ ترتیبېږي له دې کبله وزارت له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو غواړي چې د افغانستان په اړه د معلوماتو له خپرولو وړاندې، له وزارت سره همغږي وکړي، تر څو د ناسم فهم، ویرې خپرېدو، او د خلکو د ذهني سلامتۍ د ګډوډېدو مخه ونیول شي او د واقعاتو اړوند کره او دقیق ارقام شریک شي.

 

ډاکټر شرافت زمان امرخېل

د عامې روغتیا وزارت ویاند