د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت او مل تخنیکي ټیم له سر کوتل روغتون څخه نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۲۸
moph

یاد نظارت چې موخه یې د هېواد دولتي او خصوصي روغتونونو بشپړه څارنه، د چارو شفافیت او په معیاري توګه هېوادوالو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کول دي، په ترڅ کې یې ډاکټر عنایت‌ الله عنایت او مل تخنیکي ټیم د کابل سر کوتل روغتون له بېلا بېلو څانګو څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست او روغتیایي کارکوونکو ته یې د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

دغه راز، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت په یاد روغتون کې شته ستونزې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې؛ ترڅو یادې ستونزې حل او د ناروغانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او ۲۱ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل په ۶مه ناحیه کې ۹روغتیایي مرکزونه د خپل سري فعالیت او روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست اړوند د روغتیایي تاسیساتو د پلټنې ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په ۶مه ناحیه کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو، چې. . .

BACK TO NEWS