د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د پکتیکا ولایتي روغتون له خدماتو څخه لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۰:۱۲
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني پکتیکا ولایت ته د سفر پرمهال له ولایتي روغتون څخه لیدنه ترسره کړه

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د پکتیکا ولایتي روغتون له خدماتو څخه د لیدنې ترڅنګ په دغه روغتون کې د بستر ناروغانو احوال واخیست او هغوۍ ته یې د روغتیا هیله څرګنده کړه.

نوموړي دغه راز د یاد روغتون له روغتیايي کارکوونکو سره د ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره کړه، چې د روغتیايي کارکوونکو ورسره د روغتیا په برخه کې د یو شمېر ستونزو د حل په موخه خپل وړاندیزونه شریک کړل.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون د پرسونل غوښتنې واورېدې او په دې برخه کې یې د ځانګړې پاملرنې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

په اسلام‌قلعه بندر کې د قرنطین مرکز د جوړېدو بنسټ کېښودل شو

د هرات اسلام‌ قلعه بندر په صفري نقطه کې د قرنطین مرکز د بنسټ ډبره د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر حنیفي، د اړوندو ادارو او همکارو مؤسسو د استازو په شتون کې کېښودل شوه.

دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د فاتح میوند عالي لیسې استادانو ته د سالمې تغذیې په اړه د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو تحلیل او سرویلانس ریاست د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي د کارپوهانو ټیم له لوري د فاتح میوند عالي لیسې څه باندې ۳۰ استادانو ته د. . .

BACK TO NEWS