د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د زړه نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۶:۱۰
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوالو سازمان استازو او روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د دې ورځې څخه د نمانځنې موخه د ستر وژونکي سبب مخنیوی یاد کړ او د دې ناروغۍ څخه د مخنیوي لپاره یې د حیواني او نباتي غوړو، مالګې او ګاز لرونکو مشروباتو له زیاتې کارونې په ډډه کولو ټینګار ته په اشارې وویل، د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ د هېواد ټولو وګړو ته په مساویانه توګه معیاري روغتیايي خدمات وړاندې او غوره درملنه یې وکړي.

د یادې غونډې په دوام د عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغیو د کنټرول مسؤل، ډاکټر سمیع الله کریمي د زړه ناروغۍ عمده لاملونه د دځُنیاتو کارول، د وینې لوړ فشار او شکر ناروغۍ درلودل، د فزیکي فعالیت نه شتون او د مالګې او غیر معیاري غوړیو زیات کارول یاد کړل او د دغه ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په موخه یې د ټولنې وګړو ته عامه پوهاوی اړین وباله.

بل لور د افغانستان د زړه او وعایوي ناروغیو د ټولنې مشر، ډاکټر عبدالواحد صدیقي ګډونوالو ته د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: ( زړه د بدن یوه حیاتي برخه ده او یو نارمل انسان چې ۷۰ کیلو وزن ولري زړه یې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰۰۰ لیتره وینه پمپ کوي او ۱۰۰ زره ضربان ترسره کوي؛ نو د دې لپاره چې یوه سالمه ټولنه، خوشحاله او اوږد مهاله ژوند ولرو اړتیا ده چې زړه ته ځانګړې پاملرنه وکړو.)

په یاده غونډه کې همداراز د روغتیا نړیوال سازمان استازي دلارا مینول او د صدري ابن سینا روغتون رئیس ډاکټر فریدون رحماني هم د زړه نړیوالې ورځې اړوند ګډونوالو ته خپلې ویناوې ترسره کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۵۶
Background image

عامې روغتیا وزارت د تور زیړي پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه ترسره کړه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د «هیپاټیټس ناروغۍ د وقایوي خدمتونو او پاملرنې ادغام په روغتیايي سیستم کې» تر شعار لاندې د تور زیړي پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه تر سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۱۸
Background image

د پکتیکا د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي په اړه د عامې روغتیا وزارت او ATOA مؤسسې ګډه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي او مل تخنیکي ټیم پکتیکا ولایت کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو له بهیر څخه د تر سره کړي نظارت په اړه د ATOA مؤسسې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۶
Background image

د ملي او نړیوالو مؤسسو استازو ته د درملو وارداتو بهیر سره د اشنايۍ لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په ملاتړ، د ملي او نړیوالو مؤسسو استازو ته د درملو وارداتو بهیر سره د اشنايۍ لپاره درې ورځنی روزنیز. . .

BACK TO NEWS