د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د G5 هېوادونو په کنفرانس کې انلاین ګډون ترسره کړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۶:۵۶
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د G5 هېوادونو په کنفرانس کې انلاین ګډون ترسره کړ

په دې کنفرانس کې د روغتیایې پراختیا برخه کې د افغانستان، ایران، تاجکستان، عراق او پاکستان هېوادونو ترمنځ د ګډو پولو په اوږدو کې د روغتیايي برخې د پیاوړتیا، د ملاریا، ډینګي تبې او د بیزو ټناکې ( M Pox ) په څېر ناروغیو د مخنیوي، روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو، د ساري ناروغیو د کنټرول په موخه د ګډو ستراتېژیو پر چمتو کېدو، په سیمه کې د اقلیم د بدلون له امله د ناروغیو حالت پر اغېزو او په روغتیايي برخه کې د هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د هېوادونو ترمنځ د ګډو پولو په اوږدو کې د روغتیايي خدمتونو پیاوړي کېدو ټینګار ته په اشارې د ساري ناروغیو د کنټرول په برخه کې د هېوادونو ترمنځ همکاري اړینه یاده کړه او په دې برخه کې یې د یو ځانګړي عمل پلان د چمتو کېدو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۳۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پراختیا په موخه بېلاروس هیواد ته په سفر ولاړ

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له مل پلاوي سره د روغتیايي همکاریو پراختیا، د بېلاروس هېواد له روغتیايي بنسټونو څخه د ليدنې او د دوه اړخيزو تجربو شريکولو. . .

BACK TO NEWS