د تړون ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

په دې توګه د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چي د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټېټیوټ په پام کې لري؛ څو د دې روغتون اړوند د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره ۱۲۰ قلمه مطبوع او غیر مطبوع قرطاسیه بابو د تهيه او تدارک کولو تړون چې شمېره یې عبارت له MOPH/NCB/IGICH/1403/G7 څخه، د آریا اسټیشنري لمیټد شرکت ته، چې د شهرنو صدارات څلورلارې، مرکز کابل، افغانستان سیمه کې موقعیت لري او د (۷۰۵۲-۰۱۰۱ ( شمېرې جواز لرونکی دی د (۲،۰۴۰۰۰۰) دوه میلیونه څلوېښت زره افغانۍ مجموعي بیې سره ورکړي.

حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) ولري، کولای شي خپله نیوکه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۷ تقویمي ورځو پورې په لیکلې بڼه د هغو له لاملونو سره یو ځای د اندراګاندي ماشومانو د درملنې انسټېټیوټ ته چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې لسم سړک د شهید محمد داوود خان روغتون زړې دروازې ته مخامخ موقعیت لري د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم وړاندې کړي.

دا خبرتیا د تړون په معنی نه ده او د پورته یادې شوې مودې او ورپسې قانوني پړاونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

ریفرینس نمبر: (MOPH/PPP/DBOT/1405/002)

غزني سیمه ییز روغتون کې د استصناع (د استصناع د مصنوع د منافعو په بدل کې) له لارې د پرمختللي لابراتوار او معیاري تصویري تشخیصیه مرکز جوړولو پروژې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۱۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو  (د ملاریا او غیر ناقله ناروغیو د کنټرول ملي پروگرام لپاره  د میاشو تربیه او ساتنې لازمه موادو  تدارک او  برابرول) . . .

Back to tenders