د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال د کارونو د لا ښه والي په موخه د اړوندو ادارو له مسؤلینو سره ناسته تر سره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۴:۳۱
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکتر محمد حسن غیاثي د روان کال په ترڅ کې د وزارت لپاره د ځانګړې شوې بودیجې پر اغېزمن مصرف، د اړوندو اداراتو له لوري د تدارکاتو ریاست سره د کلنۍ نیازمندي لیست شریکولو، په روغتیايي سکتور کې سترو او اغېزمنو پروژو ته د لومړیتوب ورکولو، د پروژو اړوند تخصصي خالي بستونو لپاره د متخصصینو پر ګمارنې، ولایتي کارکوونکو ته په تدارکاتي، مالي او اغېزمنه توګه د بودیجې مصرف برخو کې د روزنیزو ورکشاپونو برابرېدو په موخه د اړوندو ادارو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.

د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي د روان کال په ترڅ کې د وزارت لپاره د ځانګړې شوې بودیجې پر اغېزمن مصرف ټینګار ته په اشارې له اړوندو مسؤلینو وغوښتل، چې د کلنۍ نیازمندي د وروستي کېدو برخه کې دې کارونو ته چټکتیا ورکړي.

نوموړي همداراز د هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته د بشپړې رسېدنې او درملنې په موخه په روغتیايي سکتور کې د سترو پروژو تکمیلېدو ته لومړیتوب ورکول او د پروژو اړوند تخصصي بستونو کې د متخصصینو ګمارل اړین یاد کړ او په همدې موخه یې مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه؛ څو د روان کال لپاره ځانګړې شوې بودیجه دې په اغېزمنو پروژو مصرف او په خالي بستونو کې دې د آزادې سیالۍ ازموینې له لارۍ وړ کسان وګماري.

سربېره پر دې یې په مالي، تدارکاتي او د بودیجې د مصرف برخه کې ولایتي کارکوونکو ته د روزنیزو برنامو په چمتو کولو ټینګار وکړ او سپارښتنه یې وکړه، چې اړوند مسؤلین دې په دې برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

BACK TO NEWS