د مور په شیدو د تغذيې نړیوالې اوونۍ نمانځغونډه تر سره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۶:۵۸
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د مور په شیدو د تغذيې نړیوالې اوونۍ نمانځغونډه ( د تشې ډکول د مور په شیدو د تغذیې ملاتړ د ټولو لپاره) تر شعار لاندې د ځانګړو مراسمو پرمهال ترسره شوه.

په دې مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي حقاني، د زراعت وزارت مسلکي مرستیال ، د عامې روغتیا وزارت د یوشمېر ریاستونو رئیسانو، د یونیسیف او خوړونړیوال پروګرام(WFP) استازو ګډون کړی و.

یاد پروګرام کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونووړاندې کولو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي حقاني د مور شیدو پر اهمیت د هراړخیزې وینا ترڅنګ ماشومانو ته د مور د شیدو په ورکولو ټینګار وکړ.

ښاغلي حقاني وویل: عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې په خپلو هلو ځلو سره د نړیوالو علمي مراجعو په استناد ملي پروتوکولونه رامنځته کړي دي چې د دې  وزارت مقرارت او ملي لارښودونه د مور د شیدو په واسطه د تغذیې د تقویې اړوند لارښودنې له ځانه سره لري.

دغه راز په دې پروګرام کې د رسنیزې اعلامیې خپرولو  تر څنګ په یاده برخه کې ګډونوالو ته د عامه پوهاوي په موخه ترتیب شوی پریزنټیشن وړاندې شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۲۹
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده لسمه فقره

 که یو ډاکټر له واردوونکو توليدي کارخونو، شرکتونو عمده پلورنځیو او درملتونونو څخه فيصدي او يا نور امتيازات واخلي، د دې قانون له حكمونو سره سم لاندي تعزيري سزا ورکول کېږي:

الف - په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

BACK TO NEWS