بغلان ولایت ته د عامې روغتیا وزیر سفر

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۸:۴۳
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي قلندر عباد او ورسره مل پلاوي د بغلان ولایت د بغلان ولسوالۍ مرکزي روغتون له یو شمېر  څانګو څخه لیدنه ترسره او هم یې د روغتیایي خدماتو ښه والي په موخه روغتیایي پرسونل سره ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د بغلان ولسوالۍ روغتون پرسونل د عامې روغتیا وزیر ښاغلي قلندر عباد ته د روغتیایي خدماتو په اړه معلومات ورکړل او هم یې خپل وړاندیزونه ورسره شریک کړل.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي قلندر عباد د وروستي ناورين په کنټرول کې د روغتیايي  پرسونل او همکارو اداراتو عاجله رسیدګي او مرستې وستایلې او د سیلابونو څخه وروسته د راتلوونکي ممکنه ناروغیو د شیوع د کنترول په منظور يې مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او د دوی د ستونزو د حل ډاډ یې  ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

BACK TO NEWS