د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال تعقیبي ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۴:۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د دې وزارت اړوند، مرکزي ریاستونو له رئیسانو سره د ستونزو د حل او د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا په موخه تعقیبي ناسته ترسره کړه

 

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب، وقایوي طب، تخصصي او ثالثي روغتونونو او مالي ریاستونو مسؤلینو شتون درلود، چې هېوادوالو ته د غوره روغتیايي خدمتونو په وړاندې کېدو، د ناروغانو روغتیايي ستونزو ته پر وخت رسېدنې او د ریاستونو تر منځ په غوره او دومداره همغږۍ اړوند په کې بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مساوي توګه د هېواد ټولو وګړو ته پر وخت د غوره روغتیايي خدمتونو رسولو ټینګار ته په اشارې وویل،  د عامې روغتیا وزارت په هڅه کې دی، چې د روغتیا په برخه کې موجوده ستونزې حل او د خپلو کاري همکارانو سره په ګډه روغتیايي سیستم پیاوړی کړي؛ ترڅو ټولو هېوادوالو ته په کور دننه معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال همداراز د  یادو ریاستونو له مسؤلینو وغوښتل؛ ترڅو د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا او د هېوادوالو روغتیايي ستونزو د حل او درملنې په موخه په رېښتیني توګه خپلې دندې ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۲۷
Background image

ډاکتر نعیم‌الله ایوبي په بنګله‌دېش کې د صادراتو ادارې له مشر سره د درملو پر صادراتو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، ډاکتر نعیم‌ الله ایوبي بنګله‌ دېش ته د سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د صادراتو د پراختیا ادارې له رئیس، محمد حسن عارف سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۵۰
Background image

مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان له مرستیال سفیر او د درملو شرکتونو له پلاوي سره د روغتیايي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد له مرستیال سفیر، ښاغلي جمشید بدلوف او د یاد هېواد د درملو جوړولو شرکتونو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۴۹
Background image

الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي په بنګله‌دېش کې د درملو د تنظیم ادارې له مشر سره وکتل

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس الحافظ ډاکټر نعیم‌ الله ایوبي او مل تخنیکي ټیم بنګله ‌دېش ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د درملو د. . .

BACK TO NEWS