د عامې روغتیا وزارت او روغتیايي خدمتونو تطبیق کونکو مؤسسو تخنیکي کارکوونکو لپاره د څارنې د ملي چک لیست د اصلاح او نوي کولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۸:۳۹
Workshop

د عامې روغتیا وزارت د څارنې، ارزونې او روغتیايي معلوماتي سیستم عمومي ریاست له لوري د عامې روغتیا وزارت او روغتیايي خدمتونو تطبیق کونکو مؤسسو تخنیکي کارکوونکو لپاره د څارنې د ملي چک لیست د اصلاح او نوي کولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د څارنې، ارزونې او روغتیايي معلوماتي سیستم عمومي رئیس، ډاکټر فضل الهي علیزي او ګڼ شمېر روغتیا پالانو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د داسې ورکشاپونو جوړول اړین وبلل او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې له دې ورکشاپ څخه بشپړه ګټه پورته کړي.

د دې تر څنګ د مالي او اداري چارو مرستیال د پالیسیو جوړول، د روغتیايي خدمتونو معیاري کولو، د کره ارقامو راټولولو، د سر شمېرنو د ترسره کولو، د روغتیايي کارکوونکو د حقوقو او غوره څارنې په موخه د څارنیز ملي چک لیست نوي کول اړین یاد کړل او له مسؤلینو یې وغوښتل، چې په وروستي کېدو او عملي کولو کې یې لا زیاتې هڅې وکړي.

له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت  د څارنې، ارزونې او روغتیايي معلوماتي سیستم عمومي رئیس، ډاکټر فضل الهي علیزي، د نظارت رئیس ډاکټر کریم الله حلیمي او یو شمېر نورو استازو د څارنیز ملي چک لیست د نوي کېدو او عملي کولو په برخه کې له ګډونوالو سره معلومات شریک او په دې برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۲۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال د الشفاء روغتون د رغنیزو چارو ارزونه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي په کابل کې د الشفاء روغتون له ترمیماتي او ساختماني چارو څخه لیدنه وکړه:

په دې لیدنه کې ښاغلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۱۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال د انتاني ناروغیو ملي روغتون له خدماتو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي د انتاني ناروغیو درملنې ملي او تخصصي روغتون د خدماتو له بهیر څخه لیدنه ترسره کړه:

په دې ليدنه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۱۱
Background image

د عامې روغتیا وزیر د یونیسف له مشر سره د روغتیايي همکاریو د پراختیا په اړه وکتل

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د يونيسيف ادارې له مشر، ښاغلي ډاکټر تاج الدين اوېلا او مل پلاوي سره ليدنه وکړه

په. . .

BACK TO NEWS