په جوزجان ولایت کې عصري او مجهز ۲۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

akbari_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۹:۳۲
په جوزجان ولایت کې عصري او مجهز ۲۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

دغه روغتون چې په عصري او مجهزو وسایلو سمبال دی، د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د پلان او پالیسۍ معین، ډاکټر محمد حسن غیاثي او ورسره مل پلاوي له لوري پرانیستل شو.

مالي او اداري معین، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې د دغه روغتون پرانیسته د جوزجان ولایت د ولسونو لپاره یو مهم او ګټور زېری دی او له دې روغتون سره به ددې ولایت اوسېدونکو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه کېږي.

ښاغلي معین همداراز زیاته کړه چې، د عامې روغتیا وزارت ژمن دی؛ څو د هېواد ټولو نږدې او لرې پرتو سیمو کې هېوادوالو ته عادلانه معیاري خدمات وړاندې کړي.

همدارنګه د جوزجان د ولایت مرستیال د یاد روغتون پرانیستل یو مثبت ګام وباله او د عامې روغتیا وزارت له هڅو یې قدردانی وکړ.

د یادونې وړ ده چې یاد روغتون د وخت پر معیاراتو برابر دی او ولسونو ته به په کې ټول لازم روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS