د روغتیایي وضعیت دښه والي اودولتي روغتونونوکې داصلاحاتودایجادطرحه دریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ وارزول شوه

akbari_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۰ - ۹:۴۸
د روغتیایي وضعیت د ښه والي او دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو د ایجاد طرحه د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ وارزول شوه

په هېواد کې د روغتیایي وضعیت د ښه والي او دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو د ایجاد طرحه نن سه شنبه د جمادي الثاني ۱۷ نېټه د ریاست الوزراء اداري مرستیال، محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ وارزول شوه.

په دې ناسته کې لومړی د عامې روغتیا ښاغلي وزیر، ډاکټر قلندر عباد په روغتونونو کې د اصلاحاتو راوستلو د اړتیا او د هېواد په کچه د روغتیايي وضعیت د ښه والي، د تجربه لرونکو مختصصینو د استخدام، په متوازن ډول د هېواد ټولو سیمو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او د روغتیایي خدمتونو پر وړاندې د موجوده ستونزو په اړه هر اړخیر معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه د روغتیایي مرکزونو د اصلاحاتو، د جمهوریت روغتون د ریفورم، د زرقي محلولونو او ابن سینا د درملو تولیدي شرکت د فعالولو طرحې وارزول شوې، د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ، د زرقي محلولونو له اړخه د هېواد پر ځان بسیا کولو، درملو ته د خلکو لاسرسی او د روغتیایي پرسونل پر ظرفیت لوړولو ټینګار وشو.

همدارنګه په پای کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال، محترم مولوي عبدالسلام حنفي په روغتیایي مرکزونو کې د متخصصینو د جذب، د ابن سینا د درملو تولیدي شرکت د فعالولو په موخه د مسئول ټیم د رامنځته کولو او د جمهوریت دولتي روغتون معیاري کولو په موخه د طرحې برابرولو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS