د عامې روغتیا وزارت بورد  اوومه غونډه تر سره شوه:

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۲ - ۱۶:۱۷
د عامې روغتیا وزارت بورد  اوومه غونډه تر سره شوه:

 یکشنبه، جوزا  ١٤٠١/٢٢
 د عامې روغتیا وزارت د بورد  اوومه غونډه د عامې روغتیا د سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد په مشرۍ ترسره  شوه.
 په دې غونډه کې اکمال تخصص  پروګرام د معیاري کولو، د زيږون روغتیا په برخه کې د ستونزو حل، د درملو د خدماتو  څانګې ستونزو د حل، په روغتیايي څانګو کې د انټرنیټي خدمتونو د پراختیا او په روغتونونو کې د الکترونیکي حاضري د پراخولو، د روغتیا په برخه کې د عوایدو د زیاتوالي او د د روغتیا قوانینو ننګونې او بیاکتنې باندې  خبرې وشوې.
 ډاکټر قلندر عباد د يادو څانګو د ستونزو د څېړلو په ترڅ کې د هغو د حل او د روغتيايي خدمتونو د ښه والي په موخه د اړوندو ادارو مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
 د عامې روغتیا وزارت سرپرست همدارنګه له ټولو روغتیايي مسوولینو وغوښتل چې د خپلو اړوندو څانګو قوانین له سره وڅیړي او د قوانینو د تعدیل او د عامې روغتیا وزارت په مشرۍ د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې خپل نظریات شریک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS