د ډینګي ناروغۍ د مخنیوي په موخه د عامې روغتيا وزارت له لوري ټاکل شوې ځانګړې کمېټې د ننګرهار له اغېزمنو سیمو او روغتیايي مرکزونو څخه لیدنې وکړې

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۸:۵۴
MOPH

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په ځانګړې لارښوونه د ډینګي ناروغۍ د وضعیت ارزونې په موخه د ټاکل شوې ځانګړې کمېټې غړو د ملاریا او نورو ناقله ناروغیو آمر ډاکټر حزب‌الله فطرت په مشرۍ، د ننګرهار ولایت له رحمت فامیلي او تورخم سیمو له روغتیايي مرکزونو څخه، چې د ډينګي پېښې په کې ثبت شوې وې، لیدنې وکړې.

د لیدنو پر مهال ډاډ ترلاسه شو، چې روغتیايي ټیمونه په سیمو کې فعال دي او په دې برخه کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. همداراز، د ډینګي ناروغۍ د لېږدوونکو غوماشو د لاروا له منځه وړلو په موخه په ډنډونو کې درمل کارول کېدل او د عامه پوهاوي ټیمونو خلکو ته د ناروغۍ د مخنیوي، د پشه‌ خانو (ماشلومو) د کارولو او نورو وقایوي تدابیرو په اړه لازمې لارښوونې کولې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۹:۷
Background image

د عامې روغتيا وزارت د بېلابېلو مرکزي رياستونو کارکوونکو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د اړتياوو ارزونې غونډه ترسره شوه

دا غونډه د عامې روغتيا وزارت په لوی تالار کې د دغه وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست په همکارۍ د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د افغانستان د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ له لوري ترسره شوه، چې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس له ازبکستاني پلاوي سره لیدنه وکړه

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین‌الله شریف، د ازبکستان د عامې روغتیا وزارت د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې له مرستیال ظفربیک قاسموف، په کابل کې د دغه هېواد له اقتصادي اتشې. . .

BACK TO NEWS