د کاپیسا په ولایتي روغتون کې د نري رنځ د تشخیص ګرځند اېکسری ماشین ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۴۷
moph

د کاپیسا ولایت په ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون کې د نري رنځ (توبرکلوز) ناروغۍ د تشخیص لپاره یو عراده ګرځنده اېکسری ماشین، د دغه ولایت د مقام مرستیال شیخ اسدالله سنان، د عامې روغتیا رئیس مولوي امدادالله، د نري رنځ پروګرام ولایتي مسؤل ډاکټر عبدالـمتین جاوید او یو شمېر روغتیايي مسؤلینو په شتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

یاد ماشین د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې (UNDP) په مالي مرسته، د ۴ میلیونه او ۶۴۵ زره او ۵۶۴ افغانیو په ارزښت، چې ۷۲ زره امریکايي ډالرو سره برابرېږي، پېرل شوی دی.

د دغه ماشین د نصب او فعالېدو موخه د نري رنځ ناروغۍ پر وخت تشخیص او د کاپیسا ولایت ټولو اوسېدونکو ته د تشخیصيه روغتیايي خدمتونو برابرول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۱:۵۲
Background image

نږدې ۳۰ ټنه درمل چې په تېرو پنځو کلونو کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل په ځمکني ګمرک کې راټول شوي وو، له منځه یوړل شول

په دغو درملو کې هغه درمل شامل وو، چې د کیفیت د نه‌تأیید یا بېرته مستردېدو له امله ساتل شوي وو او د ساتنې په موده کې یې د اعتبار نېټه هم پای ته رسېدلې وه.

دا درمل د اړوندو ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۵۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د افغانستان نړیوال بانک (AIB) په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او داوطلبانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ۵۲ تنو مسؤلینو او مراجعينو څخه ۲۶ زره سي سي وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع شي.

د. . .

BACK TO NEWS