کونړ کې د ۱۱۰.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ۳۰ بستریزو روغتونونو د جوړېدو چارې پیل شوې
د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي کونړ ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په خاص کونړ او اسمار ولسوالیو کې د ولسوالۍ د کچې د دوو ۳۰ بستریزو روغتونونو د بنسټ ډبرې کېښودې.
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د کونړ مرستیال والي ښاغلي مولوي عبدالله حقاني، د عامې روغتیا رئیس قاري مظفر مخلص، د یادو ولسوالیو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزیر وویل: د یادو روغتونونو ودانۍ د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځانګړي شفقت او لارښوونې پر بنسټ، د ا.ا. له بودیجې جوړېږي او د همدې کال په ترڅ کې به په هېواد کې د څه باندې ۱۰۰ روغتونونو د جوړېدو چارې پیل شي.
همداراز، د کونړ عامې روغتيا رئيس وويل: د خاص کونړ ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون د ۶۰.۵ میلیونه افغانیو او د اسمار ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون د ۴۹.۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې چارې به یې د یونیم کال په موده کې بشپړې شي.
د یادو روغتونونو په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکي عمومي داخله، جراحي، نسایي ولادي او د ماشومانو روغتيا برخو کې خدمتونو ته اسانه لاسرسی ولري.
