په غور ولايت کې ۱۷۸ روغتیايي کارکوونکو لپاره د خوارځواکۍ او ماشومانو د هر اړخیزې ودې او پرمختګ په اړه روزنیز پروګرام پای ته ورسېد
ياد پروګرام د «Wasting او ECD» تر سرلیک لاندې د خوارځواکۍ له امله د بدن د وزن شدید کمښت تشخیص او درملنې او د ماشومانو د هر اړخیزې ودې او پرمختګ د ملاتړ په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو لپاره تر سره شو.
دغه روزنیز پروګرام د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي په موخه د غور ولایت عامې روغتیا ریاست له لوري د UNICEF په مالي ملاتړ جوړ شوی و، چې په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
