د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د خوست له والي، ښاغلي مولوي عبدالرحمن حقاني سره لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې د خوست ولایت د روغتیايي وضعیت، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهير او د خلکو د روغتیايي اړتیاوو په اړه بحث او خبرې تر سره شوې. د خوست والي په دغه ولايت کې د روغتيايي خدمتونو د پراختيا او پياوړتيا غوښتنه وکړه او په دې برخه کې يې د عامې روغتیا وزارت هر اړخيزه همکاري اړينه وبلله.
د عامې روغتیا وزیر په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا او د خلکو لپاره د معیاري روغتیايي خدمتونو برابرولو ډاډ ورکړ او ويې ويل: د هېواد په ۳۱۸ ولسواليو کې مو د عمومي روغتونونو د جوړېدو لړۍ پيل کړې، چې خوست ولایت يې هم برخه ده او د دغه ولايت په ولسواليو کې به هم عمومي روغتونونه جوړ او خلکو ته به د معياري روغتيايي خدماتو زمينه برابره شي.
