د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي له لوري په رابعه بلخي تخصصي روغتون کې د هیموډیالیز او فیسټولا مجهزې څانګې پرانیستل شوې
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر د دغو څانګو پرانیسته د هېوادوالو لپاره د روغتیايي خدمتونو لا پراختیا په برخه کې مهم ګام وباله او خوښي یې څرګنده کړه، چې په یاد روغتون کې د هیموډیالیز او فیسټولا خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره شوه.
ښاغلي وزير، روغتیايي کارکوونکي د ناروغانو د درملنې او خدمت په برخه کې لا وهڅول او له هغوی یې مننه وکړه، چې په محدودو امکاناتو سره هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
هغه همداراز وویل: د روغتیايي خدمتونو د کیفیت او لاسرسي ښه والي په برخه کې هر ګام د هېواد د پرمختګ او د خلکو د هوساینې لپاره د ارزښت وړ دی.
په دغو نويو فعالو شويو څانګو کې به اړمنو ناروغانو ته د هیموډیالیز او فیسټولا اړوند روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي، چې ورسره به د یادو خدمتونو د لاسرسي کچه لوړه او ناروغانو ته به د درملنې زمینه لا اسانه شي.
د یادونې وړ ده، چې د هیموډیالیز څانګه د عامې روغتیا وزارت له داخلي بودجې او د فیسټولا څانګه د نړيوال اسلامي پراختیايي بانک او د روغتیا نړیوال سازمان په مالي ملاتړ فعالې شوې دي.
