روغتیايي سپارښتنه!
د سترګو ځینې ناروغۍ د وخت په تېرېدو د لید د کمېدو لامل کېږي؛ ژر تشخیص او پر وخت درملنه د لید په ساتنه کې مهم رول لري.
١- که د لید په برخه کې بدلون احساس کړئ، د سترګو متخصص ډاکټر ته مراجعه وکړئ!
٢- د سترګو معاینه د ستونزې له څرګندېدو وروسته مه ځنډوئ!
٣- د ډاکټر له مشورې پرته د سترګو څاڅکي او درمل مه کاروئ!
٤- د سترګو د انتان مخنیوي لپاره د شخصي وسایلو (دستمال او ځان پاک) له شریکولو څخه ډډه وکړئ!
٥- سترګې مو له شدید لمر څخه وساتئ!
د لید ساتنه؛ له پر وخت معاینې پیلېږي!
د عامې روغتیا وزارت
د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست!