لغمان ولايت کې د ۱۶۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه اساسي روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې
د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار اړوند کرنج سیمه کې د یوه اساسي روغتیايي مرکز د جوړولو چارې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ پیل شوې، چې په پنځو میاشتو کې به په اساسي او معیاري ډول بشپړې او ۱۵ خونې به ولري.
د لغمان عامې روغتیا ریاست مسؤلین وایي، چې د دغه روغتیايي مرکز په بشپړېدو سره به د کرنج سیمې د اوسېدونکو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی اسانه او روغتیايي اړتیاوې به یې تر یوه بریده پوره شي.
