په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې د لومړي ځل لپاره لاپراسکوپيک جراحي خدمات پیل شول
د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل په وزیر محمد اکبر خان تخصصي روغتون کې د لومړي ځل لپاره لاپراسکوپيک جراحي خدمات پیل شول، چې له دې سره به ناروغانو ته د عصري جراحي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره شي.
لاپراسکوپيک جراحي د اوسني عصر مطابق عصري جراحي کړنلاره ده، چې د بدن د لوی عملیات پر ځای د بدن په څو کوچنیو برخو کې د کمرې او ځانګړو جراحي وسایلو په مرسته ترسره کېږي، چې له عمليات وروسته د ناروغ د درملنې بهیر لنډېدای شي او په روغتون کې د بستر اړتیا هم راکمېدای شي.
عامې روغتیا وزارت د تخصصي روغتیايي خدمتونو د پراختیا په برخه کې هڅه کوي، چې په مرکزي او تخصصي روغتونونو کې د معیاري او عصري طبي خدمتونو زمینه برابره او د هېوادوالو لپاره د پرمختللو جراحي خدمتونو لاسرسی پراخ کړي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په عاجل ابن سینا، رابعه بلخي او استقلال روغتونونو کې لاپراسکوپيک جراحي خدمات پیل شوي دي، چې د دغو خدمتونو پراختیا د هېواد په روغتیايي مرکزونو کې د عصري جراحي خدمتونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
