د مرکزي روغتونونو مسؤلینو ته د چارو د ښه ترسره کولو او له مراجعینو سره د غوره چلند په اړه اصلاحي وینا وشوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۱۱
moph

د عامې روغتیا وزارت د ارشاد او دعوت ریاست له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې د مرکزي روغتونونو مسؤلینو ته د چارو د سم ترسراوي، اداري اصولو ته د پاملرنې او له مراجعینو او ناروغانو سره د غوره چلند په اړه اصلاحي وینا وشوه

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د ارشاد او دعوت رئیس مولوي محمد قاسم حقاني، د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسـانو او د روغتونونو مسؤلینو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال په خپله وینا کې د روغتونونو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې خپلې چارې په دقت، مسؤلیت‌پذیرۍ او رښتینولۍ ترسره کړي، دندو ته په ټاکلي وخت حاضر او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر له نږدې وڅاري.

هغه له ناروغانو او مراجعینو سره پر درناوي او ښه چلند او د هغوی ستونزو ته پر وخت د رسېدنې ټینګار وکړ.

همداراز، د عامې روغتیا وزارت د ارشاد او دعوت رئیس، مولوي محمد قاسم حقاني د اسلام مبارک دین له مخې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: د خلکو خدمت یو ستر مسؤلیت دی او له ناروغانو سره نرمه رویه، د هغوی د ستونزو درک او په اخلاص خدمت کول د اسلامي لارښوونو له مهمو اصولو څخه دي. همدارنګه د ورځني ژوند او د صورت او سيرت اړوند يې لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۳۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پراختیا په موخه بېلاروس هیواد ته په سفر ولاړ

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له مل پلاوي سره د روغتیايي همکاریو پراختیا، د بېلاروس هېواد له روغتیايي بنسټونو څخه د ليدنې او د دوه اړخيزو تجربو شريکولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۱۵
Background image

په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې د لومړي ځل لپاره لاپراسکوپيک جراحي خدمات پیل شول

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل په وزیر محمد اکبر خان تخصصي روغتون کې د لومړي ځل لپاره لاپراسکوپيک جراحي خدمات پیل شول، چې له دې سره به ناروغانو ته د عصري جراحي خدمتونو وړاندې کولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۱۱
Background image

د مرکزي روغتونونو مسؤلینو ته د چارو د ښه ترسره کولو او له مراجعینو سره د غوره چلند په اړه اصلاحي وینا وشوه

د عامې روغتیا وزارت د ارشاد او دعوت ریاست له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې د مرکزي روغتونونو مسؤلینو ته د چارو د سم ترسراوي، اداري اصولو ته د پاملرنې او له مراجعینو او ناروغانو سره د غوره. . .

BACK TO NEWS