کونړ ولایت کې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
دغه روغتيايي مرکز د (IOM) نړيوال سازمان په مالي ملاتړ د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ آدمدرې سیمه کې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کونړ عامې روغتیا رئیس، قاري مظفرخان مخلص وویل، د دغه روغتیايي مرکز په فعالیت سره به روغتیايي خدماتو ته د سیمې د اوسېدونکو لاسرسی اسانه شي او په محرومو سیمو کې به د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره هڅې دوام لري.
همدارنګه، د کونړ ولايت مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني، د دغه روغتیايي مرکز په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د دې مرکز په ساتنه او څارنه یې ټینګار وکړ.
