د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پراختیا په موخه بېلاروس هیواد ته په سفر ولاړ

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴
moph

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له مل پلاوي سره د روغتیايي همکاریو پراختیا، د بېلاروس هېواد له روغتیايي بنسټونو څخه د ليدنې او د دوه اړخيزو تجربو شريکولو په موخه دغه هېواد ته په سفر ولاړ.

د بېلاروس د عامې روغتیا وزارت مرستیال، بېريس انډرسيوک په مشرۍ د دغه هېواد د روغتيا وزارت مسؤلینو د افغانستان عامې روغتیا وزیر او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او دا سفر يې د دوه اړخيزو همکاريو پراختيا برخه کې مهم وباله.

ټاکل شوې ده، چې د دغه سفر په ترڅ کې به د عامې روغتیا وزیر د بېلاروس د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره د لیدنې ترڅنګ د بېلاروس دولتي طبي پوهنتون، دولتي درمل جوړونې شرکت، د زړه ناروغیو د درملنې جمهوري علمي او عملي مرکز، د سرطان او طبي راډیولوژۍ جمهوري علمي او عملي مرکز، د حفظ الصحې، اپیدیمولوژۍ او عامې روغتیا جمهوري مرکز او د ښار له کلینیکي بېړني روغتون څخه لیدنې وکړي.

همداراز، د یاد سفر په ترڅ کې به د روغتیايي خدمتونو، طبي زده کړو، درمل جوړونې او تخصصي روغتیايي برخو په اړه د دواړو هېوادونو د تجربو شریکولو او د همکاریو د پراختیا پر فرصتونو خبرې وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۱۵
Background image

په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې د لومړي ځل لپاره لاپراسکوپيک جراحي خدمات پیل شول

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل په وزیر محمد اکبر خان تخصصي روغتون کې د لومړي ځل لپاره لاپراسکوپيک جراحي خدمات پیل شول، چې له دې سره به ناروغانو ته د عصري جراحي خدمتونو وړاندې کولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۱۱
Background image

د مرکزي روغتونونو مسؤلینو ته د چارو د ښه ترسره کولو او له مراجعینو سره د غوره چلند په اړه اصلاحي وینا وشوه

د عامې روغتیا وزارت د ارشاد او دعوت ریاست له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې د مرکزي روغتونونو مسؤلینو ته د چارو د سم ترسراوي، اداري اصولو ته د پاملرنې او له مراجعینو او ناروغانو سره د غوره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۱۰
Background image

د دایکندي ولایت عامې روغتیا ریاست ته د څه باندې ۹ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د توبرکلوز ۱۶ قلمه لابراتواري مواد او ریجنټونه وسپارل شول

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د دایکندي ولایت د ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص بهیر پیاوړتیا او د غوره لابراتواري خدمتونو د وړاندې کولو په. . .

BACK TO NEWS