د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۴۳۰ زره ډالرو په لګښت يو NCHC روغتون جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
ياد روغتون چې په پرمختللو تجهیزاتو او وسایلو سمبال دی، د ۱۸ مياشتو په موده کې جوړ او د کندز عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمدالله حکمت، ولايتي او سيمه ييزو مسؤلينو، د سيمې مشرانو او اوسېدونکو په شتون کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د کندز عامې روغتیا رئیس د ياد روغتون په فعالیت خوښي څرګنده او د جوړولو او تجهیزولو برخه کې د UNHCR دفتر له مالي ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه.
