د عامې روغتیا وزیر کندهار، زابل او ارزګان کې د نږدې ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو عمومي روغتونونو د جوړېدو بنسټ ډبرې کېښودې

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۳۸
moph

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کندهار، زابل او ارزګان ولایتونو ته د خپل رسمي سفر پر مهال د نږدې ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو عمومي روغتونونو د جوړېدو بنسټ ډبرې کېښودې

په دې روغتونونو کې د کندهار شاه ولي کوټ او دامان ولسوالۍ، د زابل شملزي ولسوالۍ او د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالۍ عمومي روغتونونه شامل دي، چې چارې به یې د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي دغه روغتونونه د ناروغانو د ستونزو کمېدو او د اړینو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې مهم وبلل او ويې ويل: د دې ډول پروژو پلي کېدل به لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه کړي او د خلکو اړتیاوو ته به پر وخت ځواب ووایي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي؛ تر څو د هېواد په ټولو سیمو، په ځانګړي ډول لرو پرتو ولسوالیو کې د معیاري روغتیايي خدمتونو زمینه برابره او د ورته پروژو له لارې د خلکو اساسي روغتیايي اړتیاوو ته رسېدنه یقیني کړي.

ښاغلي وزیر همداراز، د ۱.۵ میلیونه ډالرو په لګښت د عينو مېنې ۳۵۰ بستريز روغتون کې د جدي پاملرنې (ICU) ۱۵ بستريزې جوړې شوې څانګې، په ارزګان ولایت کې ۳۸۰ زره ډالرو په لګښت د فيروشه روغتیایي مرکز او دهراود ولسوالۍ کې د نږدې ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د سیګزي جامع روغتیایي مرکز پرانیستې هم تر سره کړې، چې په فعالېدو سره به یې د سیمې د خلکو لپاره ګڼې روغتیايي اسانتیاوې رامنځته او روغتیايي خدمتونو ته به لاسرسی پراخ شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۷
Background image

د "خوراکي توکو په تأمين کې د خطر او بحران مدیریت" درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دا پروګرام د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د خوراکي توکو د خطر تحلیل او سرويلانس ریاست له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ، د ياد معينيت د خوراکي توکو د خطر تحلیل او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ICRC د معلولیت او بیارغونې د معلوماتي سیستم پر پیاوړتیا خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له تخنیکي استازو سره د معلولیت او بیارغونې د معلوماتي سیستم پیاوړتیا په موخه ناسته تر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د کندهار ولایت میرویس سیمه ییز روغتون د بیا رغونې د افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، اداري او ولایتونو د همغږۍ ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS