د افغانستان ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي ارزګان ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له ولايتي روغتون څخه ليدنه وکړه
په دې ليدنه کې چې د ارزګان مرستيال والي ملا باري ګل طالب او يو شمير نورو مسولينو هم شتون درلود، ښاغلي وزير د ولايتي روغتون له بېلابېلو څانګو او په دې روغتون کې د نوې جوړيدونکې جدي پاملرنې (ICU) څانګې له ودانيزو چارو څخه هم ليدنه ترسره او د باکيفيته روغتيايي خدمتونو پر وړاندې کولو او د ودانيزو چارو پر معياري ترسراوي يې ټينګار وکړ.
دغه راز، ښاغلي وزير روغتیایي کارکوونکو ته د خدماتو لا ښه والي، کيفيته لوړولو او د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې په اړه لازمې سپارښتنې ترسره کړې؛ ترڅو د ارزګان ولايت د اوسېدونکو روغتیایي ستونزې حل او اړتياوې يې پوره شي.
