د عامې روغتیا وزارت د EPR پلاوي د نورستان له والي سره د سیلاب ځپلو روغتیايي وضعیت وڅېړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۵۱
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون (EPR) کمېټې ټاکل شوي پلاوي نورستان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي، ښاغلي الحاج زین‌العابدین عابد سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د وروستیو سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو، د ټپیانو د روغتیايي وضعیت، د هغوی د ښې درملنې او روغتیايي ستونزو ته د رسېدنې په اړه بحث او خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزارت پلاوي وویل: روغتيا وزارت د سیلاب‌ ځپلو هېوادوالو او ټپیانو لپاره د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازم اقدامات ترسره کړي او د دوی روغتیايي اړتیاوو ته د رسېدنې بهیر به لا دوام ولري.

دغه راز، د نورستان والي د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ او مسؤلینو څخه د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د همکارۍ او پاملرنې له امله مننه وکړه او د روغتیايي خدمتونو د لا پیاوړتیا غوښتنه یې وکړه.

د عامې روغتیا وزارت پلاوي ډاډ ورکړ، چې د نورستان د روغتیايي وضعیت او د ټپیانو درملنې او سیلاب‌ ځپلو هېوادوالو ته د اړینو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS