د ختیځ زون په دریو ولایتونو کې د ماشلومو (پشه خانو) د وېشلو کمپاین پیل شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۲:۴۲
MOPH

یاد کمپیاین د عامې روغتیا وزارت د ملاریا عمومي پروګرام مسؤل ډاکټر حزب الله فطرت او د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف په شتون کې د ملاریا او ډینګي ناروغیو د مخنیوي په موخه پیل شو.

دغه کمپاین په لومړي پړاو کې د ننګرهار په نازیانو او دوربابا، د کونړ په درې ‌پیچ او د لغمان په علیشنګ ولسوالیو کې پيل شوی، چې وروسته به په تدریجي ډول د یادو ولایتونو ټولو ولسوالیو ته وغځول شي.

د پلان له مخې به د یاد کمپیاین په ترڅ کې په ننګرهار کې (۱,۴۵۰,۰۰۰)، په کونړ کې (۴۲۵,۰۰۰) او په لغمان کې (۴۸,۵۲۰) ماشلومي ووېشل شي.

همدارنګه، په ختیځ زون کې د ANC1 خدمتونو له لارې امیندوارو مېرمنو ته د (۹۷,۵۲۴) ماشلومو د وېش بهیر روان دی او په تورخم کې به راستنېدونکو کډوالو ته د (۱۳۲,۷۸۷) ماشلومو د وېش لړۍ هم پیل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS