کاپیسا او سمنګان ولایتونو کې له خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شوی
دغه نظارت په تېره یوه میاشتې کې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري ترسره شوی، چې په ترڅ کې یې کاپیسا ولایت کې له ۴۶۵ خصوصي روغتیايي مرکزونو او د خوراکي توکو له پلورنځیو څخه څارنه شوې ده، چې په پایله کې یې ۱۰۵ قلمه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته لېږدول شوي دي.
همدارنګه، سمنګان ولایت کې له ۱۵۶ خصوصي روغتیايي مرکزونو او د خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت ترسره شوی، چې پایله کې یې ۴ درملتونونه له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړل شوي او ۱۲۲ قلمه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته لېږدول شوي دي.
