کابل کې د خصوصي روغتونونو لپاره د ملي اعتبار ورکولو او درجه بندۍ معیارونو پلي کولو په موخه د پوهاوي لوړولو درې ورځنی روزنیز سیمنار پیل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۲۳
moph

په دې روزنیز سیمنار کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د روغتیایي مرکزونو د اعتبار ورکولو ملي ادارې اجرائیوي رئیس مولوي سیف الله معاویه، د ملي اعتبار ورکولو ادارې ټرینرانو او له مرکز څخه د ۵۸ خصوصي روغتونونو مسؤلینو ګډون کړی و.

د اعتبار ورکولو برخه کې د دې روزنیز پروګرام موخه د روغتیایي خدماتو کیفیت ښه کول او په ټوله کې په افغانستان کې له نړیوالو معیارونو سره سم د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول دي.

په دې روزنیز سیمنار کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل د معیارونو او اعتبار ورکولو د اهمیت په اړه وینا تر سره او ویې ویل: (یو معیاري روغتون باید د نړیوالو معیارونو سره سم فعالیت وکړي، ځکه چې د دې معیارونو پلي کول د روغتیايي  خدماتو د کیفیت په ښه کولو، د ناروغانو خوندیتوب ډاډمن کولو او د خلکو باور ترلاسه کولو کې کلیدي رول لوبوي).

نوموړي زیاته کړه، روغتونونه باید خپل اعتبار وساتي او په دې برخه کې باید د معیارونو پلي کولو ته جدي پاملرنه وکړي.

همدارنګه، د ملي اعتبار ورکولو ادارې اجرائیوي رئیس، مولوي سیف الله معاویه په دې روزنیز سیمنار کې وویل: ( اغېزمن اعتبار هغه وخت ممکن دی، چې روغتونونه معیارونه په سمه توګه پلي کړي، هغه ټینګار وکړ، د دې معیارونو منظم پلي کول به د روغتون شهرت او اعتبار  وساتي او د روغتیایي خدماتو کیفیت به لا ښه کړي).

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د روسیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد له سفیر، ښاغلي دیمیتري ژیرنوف (Dmitry Zhirnov) او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه:

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ورزشي ادارو په ګډه د اعتياد مخنیوي او د روغ شوي کسانو د بیا رغونې لپاره هڅې ګړندۍ کړې

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون له لوري، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست سره په همغږۍ، د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د تداوي شويو ناروغانو د بیا. . .

BACK TO NEWS