په کونړ ولایت کې د شنو نیالګیو کمپاین

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۲:۳۹
moph

د کونړ ولایت د عامې روغتیا رئیس، قاري مظفر خان مخلص د شنو نيالګيو اېښودلو په کمپاين کې چې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه له لوري د ''يو روغتيايي کارکوونکی يو ونه'' تر شعار لاندې پيل شوی و، ونډه واخیسته او د دې ولایت په ګڼ شمېر روغتیايي  مرکزونو کې یې 700  زینتي تولیدي نیالګي کښېنول.

نوموړي له ټولو هېوادوالو او په ځانګړي توګه له روغتیايي کارکوونکو وغوښتل؛ تر څو په یاد کمپاین کې ونډه واخلي او د یو یو نیالګي د کښېنولو په مرسته خپل چاپېریال پاک او د ناروغیو د خپرېدو مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

BACK TO NEWS