په کابل کې د انتاني ناروغیو درملنې او استقلال روغتونونو له خدماتي بهیر څخه لیدنه وشوه
د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس، ډاکټر امین الله مومند په کابل کې د انتاني ناروغیو درملنې او استقلال روغتونونو د خدمتونو له بهیر څخه لیدنه او ارزونه وکړه.
نوموړي د یادو روغتونونو بېلابېلې څانګې وکتلې او د چارو د نظم، کاري بهیر او وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو څرنګوالی یې وارزوه.
هغه همداراز، د لیدنې پر مهال د روغتونونو له مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو سره د چارو لا ښه والي، د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړولو او د کاري نظم پیاوړتیا په موخه خپل نظرونه شریک او هغوی ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.
