په هرات ولایت کې ۵۲ روغتیايي کارکوونکو ته د غیرې ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په موخه څلور ورځنی روزنیز ټریننګ ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۱:۱۷
Herat

د عامې روغتیا وزارت د غیرې ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ریاست له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د هرات ولایت ۵۲ روغتیايي کارکوونکو ته د غیر ساري ناروغیو د کنټرول، مخنیوي، درملنې او مدیریت په برخه کې د ظرفیت لوړولو په موخه څلور ورځنی روزنیز ټریننګ ترسره شو

 د عامې روغتیا وزارت د غیرې ساري ناروغیو د کنټرول مسؤل، ډاکتر محمد سمیع کریمي یاد روزنیز ټریننګ په هېواد کې د غیرې ساري ناروغیو د کنټرول لپاره یو مثبت ګام وباله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۵
Background image

د وزیر محمد اکبر خان په تخصصي روغتون کې د درې سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۲۰۰ کیلوواټه لمریزې برېښنا سیستم نصب او د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو

د دغه لمریزې برېښنا سیستم د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزیر محمد اکبر خان روغتون رئیس ډاکټر عنایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۲۶
Background image

د کابل په ګلدرې ولسوالۍ کې د خوړو د خوندیتوب او حفظ‌الصحې له وضعیت څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلينو له لوري د کابل ولایت په ګلدرې ولسوالۍ کې له یو شمېر رسټورانټونو، نانواییو، قصابیو او د سړک پر غاړه د خوړو پلورنځيو څخه نظارتونو ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۳:۴۰
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره له AHDS سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په ارزګان، نيمرزو، کندهار او هلمند ولایتونو کې د روغتيايي ځالو له لارې د مېندوارۍ روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Afghan Health Development and. . .

BACK TO NEWS