په لغمان ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۱:۱۰
MOPH

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست رئیس ډاکټر سمیع الله عابد نیازي په مشرۍ د روغتیایي قوانینو د څارنې ټیم په مرکز مهترلام ښار کې له شپږ بابه خصوصي لابراتوارونو، یولس بابه د غاښونو کتنځایونو او دولس بابه د ډاکټرانو خصوصي کتنځایونو څارنه کړې ؛ چې پرمهال یې یو باب د ښځینه ډاکټرې کتنځای د غیر قانوني کړنو له امله مهر لاک کړ او ورته یې سپارښتنه وکړه چې روغتیایي خدمات د عامې روغتیا وزارت له اصولو سره برابر کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS