په عامې روغتیا وزارت کې د IHR-2005 پر بنسټ پنځه‌ورځنی ګډ بهرنۍ ارزونې ورکشاپ پیل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۰:۱۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د نړیوالو روغتیایي مقرراتو (IHR-2005) پر بنسټ د پنځه‌ورځنۍ ګډې بهرنۍ ارزونې ورکشاپ پیل شو

په دغه ورکشاپ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د وزارت مرکزي رئیسانو، د بېلابېلو وزارتونو او روغتیا نړیوال سازمان (WHO) استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني دا ورکشاپ د عامې روغتیا وزارت لپاره یوه ارزښتمن فرصت وباله، تر څو له دې لارې ارزونې، لاسته راوړنې، ستونزې او نیمګړتیاوې په واضح ډول وڅېړل شي او د راتلونکي لپاره یو روښانه پلان جوړ شي.

ښاغلي مرستیال زیاته کړه، دا بهیر د ناروغیو خپرېدو د مخنیوي، ګړندي غبرګون او د نړیوالو معیارونو پر بنسټ د روغتیايي خوندیتوب د ټینګښت په برخه کې مرسته کوي. هغه هیله وښوده چې د دغې ارزونې پایلې به د راتلونکو کلونو د پراختیايي نقشو د جوړولو زمینه برابره کړي او زموږ ستراتیژیک پلانونه به لا پیاوړي کړي.

بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان استازي، ډاکتر جمشید تنولي وویل، د دې ارزونې بشپړول د هېواد د روغتیايي ظرفیتونو، اړتیاوو او لومړیتوبونو د ګډ تشخیص په لوري یو مهم ګام دی،  هغه دا پروسه د ارزونې تر څنګ د همکارۍ او پرمختګ یو ګډ بهیر وباله، چې موخه یې د IHR-2005 مقرراتو پلي کول او د ملي روغتیايي ظرفیتونو پیاوړتیا ده، نوموړي ډاډ ورکړ ، چې د روغتیا نړیوال سازمان به په دې برخه کې خپلې تخنیکي همکارۍ ته دوام ورکوي.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکتر عنایت‌الله عنایت د یو پریزنټېشن په ترڅ کې ګډونوالو ته د تېرو کلونو د ګډو بهرنيو ارزونو او لاسته راوړنو اړوند هر اړخیز معلومات ورکړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS