په سنبلې میاشت کې څه باندې ۱۰ زره قلمه درملو او روغتیايي محصولاتو لپاره د تورید او بازار ته د عرضې جوازونه صادر شوي دي

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۶
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د درملو او روغتیايي محصولاتو د صادراتو او وارداتو د تنظیم ریاست د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تورید، بازار ته د عرضې او کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي دي.

په دې موده کې د ۴۲۴۹ قلمو درملو او روغتیايي محصولاتو لپاره بازار ته د عرضې او د ۵۶۰۷ قلمو لپاره د تورید جوازونه صادر شوي او د ۳۱۴۴ قلمو اړوند نمونه‌ اخيستنه هم ترسره شوې ده.

همداراز، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخه کې د ۲۹۲ قلمو خامو درملیزو موادو د تورید، ۱۵۸ قلمو د وتلو او ۲۱۲ قلمو د بازار ته د عرضې جوازونه صادر شوي دي. سربېره پر دې، د دولتي او خصوصي درمل جوړونکو فابریکو له څه باندې ۴ زرو قلمو درملو، روغتیايي محصولاتو او خامو درملیزو موادو څخه نمونې اخيستل  شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS