په روغتونونو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د بنسټیزو کارونو څخه نظارت

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۹:۶
moph

 د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، انجینر احمد جاوید وفا له تخنیکي ټیم سره په ګډه علي جناح ملي او تخصصي روغتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د بنسټیزو کارونو د روان حالت څخه لیدنه او نظارت تر سره کړ.

دغه پروژه چې ارزښت یې ۸.۴ میلیونه افغانۍ دی، د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري یې سروې او ډیزاین شوی او د نظارتي ټیم له خوا یې پړاو په پړاو نظارت ترسره کېږي.

 د یاد نظارت پر مهال تخنیکي ټیم تطبیقوونکې کمپنۍ ته د تخنیکي معیارونو مطابق لارښوونې وکړې؛ ترڅو د پروژې د تطبیق چارې په معیاري ډول مخکې لاړې شي.

همداراز، د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست تخنیکي ټیم عدلي طب ریاست کې د تخنیکي بنسټونو د کار بهیر هم له نږدې ولید او د پروژې د تطبیق وضعیت ارزونه یې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۳:۱۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت اونیزه!

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی ریاست تر چتر لاندې د ویاندویۍ ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوري د معلوماتو د لا ښې خپریدنې او تر ولس د روغتیایي پیغامونو رسولو په موخه لمړنۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۳:۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ معینیت کې د اړوندو ریاستونو مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د معینیت مشاورینو او د اړوندو ریاستونو مسؤلینو شتون درلود، چې په کې د تېرو ناستو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۵۱
Background image

لومړي ځل لپاره د هیواد په دولتي روغتیایي سکتور کې د ماشومانو د زړه د جراحۍ او هیموډیالیز څانګې پرانیستل شوې

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیر خان متقي، د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو. . .

BACK TO NEWS