په دایکندي ولایت کې د خوراکي توکو او درملو پر تأسیساتو د څارنې راپور

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۲۳
MOPH

دایکندي ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې ټیم د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د یاد ولایت په بېلابېلو ناحیو کې د خوراکي توکو له یو شمېر تأسیساتو څخه نظارت ترسره کړ

په دغه نظارت کې له ۲۲ رسټورانټونو، ۴ سوپر مارکېټونو، ۲۵۵ د خوراکي توکو پلورنځیو، ۶ بابه د آرایشي توکو پلورنځیو، د خوراکي توکو له یوه ګدام، ۵ درملتونونو او د خوراکي توکو ۱۵ عمده‌ پلورنځیو څخه څارنه شوې ده، چې په پایله کې یې ۱۷ قلمه خوراکي توکي او ۲۷ قلمه له نېټې تېر درمل راټول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې یو شمېر درملتونونه د مسلکي کارکوونکو او روغتیایي کارتونو د نه‌ لرلو له امله تړل شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS