په خوست ولایت کې د خصوصي روغتیايي مرکزونو د پراخ نظارتي بهیر پیل

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۵۴
MOPH

د عامې روغتيا وزارت د خصوصي سکتور د همغږۍ او تنظیم رئیس، الحاج ډاکتر احمد خندان تر مشرۍ لاندې ټاکل شوي هیئت په خوست ولایت کې د خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه نظارتي بهیر پیل کړ.

وروسته ټاکل شوي هيئت د خوست ولایت په مرکز او ولسواليو کې له خصوصي روغتيايي مرکزونو څخه نظارت پیل کړ، چې موخه یې د خصوصي روغتيايي مرکزونو وضعیت معلومول، د خصوصي سکټور د خدماتو ښه والی، د اسنادو او جوازونو ارزونه او د هغو روغتيايي مرکزونو هڅول دي چې جواز نه لري؛ تر څو د قانوني مراحلو (د ۹۱۶ او ۱۰۸۴ مقررو) سره سم جوازونو ترلاسه کړي.

دغه راز ټاکل شوې هیئت د خوست ولایت د مرکز او ولسوالیو په کچه د ۳۷۹ خصوصي روغتيايي مرکزونو ارزونه وکړه، چې له ډلې یې ۱۳۱ مرکزونه بې جوازه ثابت شول او له ۱۵۵ مرکزونو څخه د یوې میاشتې په موده کې د جواز اخیستو کتبي ژمنې واخیستل شوې.

همدارنګه، د هیئت له لوري د روغتیايي مرکزونو مسؤلینو ته د مقرراتو د مراعتولو او د جواز د ترلاسه کولو اړوند لازمې سپارښتنې وشوې.

سربېره پر دې، یاد نظارت کې د سیمه ييزو مسؤلينو، د ولسوالیو په کچه روغتيايي مسؤلينو او د مرکزونو د کارکوونکو فعاله همکاري وستایل شوه او د خصوصي سکتور په روغتيايي وضعیت کې د ښه والي لپاره عمومي ژم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۲
Background image

د بلخ لپاره د ۴۵۶ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ار ایچ ډي او (RHDO) مؤسسې سره د (۴۵۶۱۳۶) څلور سوه شپږ پنځوس زره یو سل شپږ دېرش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۰
Background image

د کابل ښار په استاد عبدالحق بېتاب لېسه کې د څه باندې ۸۰۰ زده‌ کوونکو په شتون کې د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۱۷
Background image

د ننګرهار سلطانپور روغتیايي مرکز ته د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت مرستې وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ سلطانپور روغتیایي مرکز سره د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت د یو شمېر اړینو توکو، درملو او وسایلو مرسته وشوه

دغه مرسته چې د مومن ګروپ کمپنۍ له لورې شوې، د یو. . .

BACK TO NEWS