په ترکیه کې د ا.ا.ا روغتیایي اتشې، متخصص دوکتور فضل‌ الله سیرت د یاد هېواد په ازمیر ښار کې جوړ شوي نړیوال درې ورځني کنفرانس کې ګډون وکړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۵:۴
MOPH

دغه کنفرانس چې د روغتیا، کلتور او سیاحت په موضوعاتو جوړ شوی و، په کې د نړۍ له ۳۲ هېوادونو څخه سفیرانو، اتشو او د ترکیې د عامې روغتیا وزیر برخه اخیستې وه.

د یاد کنفرانس په پیل کې د ترکیې د روغتیا وزیر او د ساتکوف (SATKOF) سازمان رئیسې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د نړیوالې همکارۍ رول یې د روغتیایي نظامونو په پرمختګ، د فرهنګي ظرفیتونو په لوړولو او د سیاحت په پراختیا کې مهم وباله.

په ترکیه کې د ا.ا.ا روغتیایي اتشې، دوکتور فضل‌ الله سیرت د افغانستان د روغتیایي سیستم د وضعیت په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او د نړیوالو تجربو پر شریکولو، د روغتیایي ظرفیتونو پر لوړولو او د ګډو پروګرامونو د پیاوړتیا پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

نوموړي وویل، چې د نړیوالو همکاریو پراختیا کولای شي، د افغانستان د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړ کړي او هم د کارکوونکو ظرفیتونه پیاوړي کړي، چې دا به د عامې روغتیا په برخه کې د نوښتونو لپاره زمینه برابره کړي.

همداراز، د کنفرانس په تخصصي ناستو کې دوکتور فضل‌ الله سیرت او د نورو هېوادونو استازو خپلې تجربې شریکې، د روغتیایي همکارۍ نوي پلانونو یې وړاندې او د ګډو پروګرامونو د پراختیا په اړه یې بحثونه وکړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS